د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال مولوي عبدالکبیر ادعا کړې چې دا ډله د اوبو د کنټرول لپاره کار کوي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ طالبانو نن چهارشنبه (د حوت ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چی د طالبانو د صدراعظم د دفتر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا د «د وچکالۍ د له منځه وړلو لپاره د نیالګۍ کښت کول» تر عنوان لاندې د پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ او ویې ویل: د شني نیالګۍ د اقليمي بدلون د منفي اغيزو د مخنيوي، د هوا له ککړتيا او وچکالۍ سره د پاکې هوا د لاسته راوړلو لپاره تر ټولو غوره لار ده. هغه زیاته کړه، افغانستان لا هم د اوبو منظم او کانالیزاسیون سیستم نه لري او له همدې امله نن کابل او یو شمېر نورې سیمې د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي. مولوي عبدالکبير وويل چې طالبانو په کابل او غور کې د پنجشير د اوبو د لېږد پر سيسټم کار کړى چې په کابل کې د اوبو د کمښت ستونزه هواره کړي او دا پروژه به پلې شي.