د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې له تړون څخه څلور کاله تېر شوي او اوس افغانستان د هغې له عواقبو سخت زیانمن شوی دی. دا تړون په پټه کې شوی و او د جمهوریت ډیری چارواکي یې په اړه خبر نه وو. کارپوهان دغه تړون له افغان ولس سره دسیسه او خیانت ګڼي. د دوحې له تړون وروسته امریکا د افغان ځواکونو ملاتړ بند کړ، په داسې حال کې چې د امنیتي تړون له مخې افغانستان د امریکا متحد ګڼل کېده او د مرکزي حکومت د نه ملاتړ د امریکا له متحدینو سره خیانت بلل کېږي. د دوحې د تړون په بېلابېلو برخو کې امریکا پر طالبانو مکلفه کړې چې د امریکا او د هغه د متحدینو امنیت تامین کړي، خو د افغانستان او سیمې د خلکو د امنیت په اړه کوم تضمین یا ژمنې نه دي ذکر شوي. طالبانو هم د دوحې په تړون کې د افغانستان له خلکو سره ژمنې یادې کړې. طالبانو ټینګار کړی و، چې له تبعیض پرته به د افغانستان ټولو قومونو ته د خپل ولس لپاره په سوله او ارامۍ کې د ژوند کولو ځای برابروي. دوی په دغه تړون کې د ښځو د حقونو د مراعاتولو ژمنه هم کړې وه. ملا برادر ژمنه کړې وه چې د هېواد ټول قومونه به له هر ډول تبعیض پرته په اسلامي نظام کې ځای لري او له یو بل سره به د ورورګلوۍ په فضا کې ژوند کوي. هغه څه چې روښانه دي د دوحې تړون او له افغانستان څخه د امریکا وتل د امریکا لپاره یوه ناکامي ده. دا هیواد د خپلو ګټو پر بنسټ پریکړې کوي او په مختلفو شرایطو کې خپل لومړیتوبونه بدلوي. د امریکا په لومړیتوبونو کې بدلون افغانستان د کړکېچ او ګډوډۍ پر لور وګرځاوه. دغه هېواد هره ورځ په افغانستان کې ۳۰۰ میلیونه ډالره لګول، چې ټولټال دوه تریلیون ډالره لګښت پرې راغلی، کله چې پوه شو چې په افغانستان کې د هېواد لګښتونه له کومې پایلې پرته زیات شوي، له افغانستانه وتلو ته اړ شو. د سیاسي نظام سقوط او له افغانستان څخه د امریکا غیر مسوولانه وتل د افغانستان د خلکو لپاره ډیرې بدې پایلې درلودې. فقر، وزګاري، د ماشومانو قاچاق، لوږه، له زده کړو د ښځو محرومیت او د زرګونو افغانانو مهاجرت د دوحې د تړون پایله ده، چې مسوولیت یې د امریکا پر غاړه دی.