خبرونه 10 حوت 1402 - 7 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

دملګري ملتونه: داعش په افغانستان کې د پاتې وسلو د ترلاسه کولو په لټه کې دی

ملګرو ملتونو سرمنشي د داعش د ګواښونو په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، چې دغه ډله هڅه کوي چی په افغانستان کې پاتې امریکايي وسلې ترلاسه کړي.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د داعش ترهګرې ډلې د خراسان څانګې د ګواښ په اړه په خپل ۱۸م راپور کې ویلي دي چی دا ډله هڅه کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) له ګودامونو څخه پاتې تجهیزات ترلاسه کړي. د «ډېلي اکسلسيور» رسنۍ د چهارشنبې په شپه د حوت ۹مه، د ملګرو ملتونو د راپور په حواله ليکلي، چې ټي ټي پي دغه وسلې وروسته له هغه ترلاسه کړې، چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ. د ملګرو ملتونو څو غړو هېوادونو ټینګار کړی، چې له افغانستانه تر وتلو وروسته د امریکا ډېری پوځي تجهیزات طالبانو ته ورکړل شوي دي. د دغه راپور پر بنسټ، د داعش خراسان څانګه له TTP څخه د داسې وسلو په لټه کې ده، چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لری. ملګري ملتونه لا هم داعش د افغانستان او سیمې لپاره تر ټولو ستر ګواښ بولي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *