تحلیل سیاسی 28 دلو 1402 - 7 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د خبریالانو ملي ورځ او په افغانستان کې د هغوی بېلابېلې ننګونې

په هېواد کې د حوت ۲۷مه د خبریالانو ملي ورځ نومول شوې ده. د افغانستان د خبریالانو مرکز له سیاسي پرمختګونو سره د دې ورځې په مناسبت اعلان وکړ چې سږ کال رسنۍ او خبریالان د خپلو اساسي او قانوني حقونو د ازادۍ د کچې او د خوند اخیستو په برخه کې له سختو بندیزونو سره مخ دي. او د دوی حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې شوي دي. د دغه بنسټ د راپور له مخې، په تېرو ۱۲ میاشتو کې پر خبریالانو فشارونه او د هغوی ګواښونو د تېر کال په پرتله په شدت سره دوام لري. د افغانستان د خبریالانو مرکز په تېرو ۱۲ میاشتو کې د رسنیو او خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې لږ تر لږه ۱۳۹ پېښې ثبت کړي، چې ۸۰ پېښې یې د ګواښونو او ۵۹ د خبریالانو د نیولو پېښې دي. دغه سازمان په دې باور دی چې د طالبانو د استخباراتو ریاست او د امر بالمعروف وزارت په مستقیم او غیر مستقیم ډول د خبریالانو نیولو او ګواښلو ته دوام ورکړی دی. خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د خبريالانو د ملي ورځې په مناسبت په يوه پيغام کې ويلي: “موږ د اسلامي ارزښتونو او د هېواد د ملي ګټو په چوکاټ کې د خبريالانو لپاره لا زيات خدمتونه غواړو.” مجاهد خبريالان د ملت او نظام تر منځ د پيوستون استازي وګڼل او ويې ويل، هيله لري چې د رسنيو د اصولو په نظر کې نيولو سره د پخوا په پرتله ډېر زيار وباسي. د جمهوري نظام په ړنګیدو سره په افغانستان کې د بیان ازادي په بې ساري ډول محدوده شوې او خبریالان د طالبانو د سیاستونو تر اغیز لاندې د خپلو فعالیتونو له طبیعي لارې څخه وتلي او له پراخو بندیزونو سره مخ شوي دي. رسنۍ هم له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د خپرو شویو شمېرو له مخې، د اقتصادي ستونزو له امله په بېلابېلو ولایتونو کې د څه باندې ۱۵۰ رسنیو خپرونې بندې شوې دي. بې سرحده خبريالان وايي، چې د طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته ۵۴۷ رسنۍ، ۸۰ تلويزيوني چينلونه، ۱۳۷ راډيويي چينلونه او ۱۳ خبري ادارې غير فعالې پاتې دي. د رسنیو تړل او پر رسنیو او ښځو د طالبانو محدودیتونه د دې لامل شوي چې ۸۰۰۰ خبریالان چې ۸۰ سلنه یې ښځې دي، خپلې دندې پریږدي. د افغانستان د خبریالانو ټولنه دا مهال له ګڼو ستونزو سره مخ ده او د طالبانو له ادارې غواړي چې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې محدودیتونه پای ته ورسوي او په هېواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي. خبریالان د ټولنې د واقعیتونو غوښتونکي او انعکاس کوونکي دي او د هغوی تعقیب او رغنده نیوکې د هېواد له ښې ادارې سره مرسته کوي. له همدې امله خبریالان نه یوازې دا چې دولت ته ګواښ نه ګڼل کېږي، بلکې د هېواد په پرمختګ کې ورسره مرسته کولای شي.

۱۲:۵۵ بعدازظهر
۱۲:۵۵ بعدازظهر
نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *