دا خبره په افغانستان کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي کړې ده چی ګاونډیان او د سیمې هېوادونه د افغانستان د ثبات لپاره له طالبانو سره د همکارۍ او تعامل په لټه کې دي او "د افغانستان ګټې د سیمې د هېوادونو له ګټو سره تړلې دي"
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په کابل کې د ایران سفیر د سه شنبې په ورځ (د دلو ۲۴مه) له ایراني خبري اژانس ایرنا سره په خبرو کې وویل: “د افغانستان ګټې د سیمې د هېوادونو او ګاونډیانو له ګټو سره تړلې دي.” ښاغلي کاظمي قمي هیله څرګنده کړه چې د دوحې په غونډه کې به رغنده خبرې او ښې موافقې وشي او د افغانستان د وضعیت له ښه والي سره به مرسته وکړي.