افغانستان 24 دلو 1402 - 7 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په خوست کې د یوه ډله ییز قبر کشف

د خوست ښاروالۍ په دغه ښار کې د شیخ زاید پوهنتون ته څېرمه د یوه ډله ییز قبر د موندلو خبر ورکړی، چې په کې د څه باندې سل کسانو جسدونه ښخ دي. د معمار پرس د خبر له مخې؛ د خوست ښاروالۍ د دوشنبې په ورځ د دلو په ۲۳مه وویل، چې دغه ډله ییز قبر د «څل‌بني» په سیمه کې د اوبو د انتقال د یوه کوچني بند د جوړولو پر مهال موندل شوی دی. د دوی په خبره، د دغو کسانو جسدونه د دوی له جامو سره ښخ شوي او په منځ کې یې د ښځو او ماشومانو جامې هم شته. بل خوا سرچينې تاييد کړې، چې د لومړنيو څېړنو پر بنسټ دغه کسان په ډزو وژل شوي دي. د دغو کسانو هویت او د وژلو دقیق وخت څرګند نه دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *