د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال عبدالسلام حنفي له یو شمېر مخورو شیعه ګانو سره په کتنه کې د ولس او حکومت ترمنځ د اړیکو پر جوړولو ټینګار وکړ.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ نن دوشنبه د دلو ۲۳مه طالبانو اعلان وکړ چې د دې ډلې د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال عبدالسلام حنفي د شیعه مشرانو له یوې ډلې سره غونډه کړې ده او د ولس او حکومت تر منځ د قوي اړیکو په رامنځته کولو کې د شیعه ګانو په رول ټینګار کړی دی. ويل کيږي چې په دې غونډه کې حاجي محمد امير باذل د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او ويې ويل: “شیعه ګان د طالبانو په اړه مثبت او ښه نظر لري او د سپېڅلي اسلامي نظام هر اړخیز ملاتړ کوي.” هغه له طالب چارواکو وغوښتل چې په لرو پرتو ولايتونو او سيمو کې د پرمختيايي پروګرامونو پيلولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.