په تاجکستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي چې د جاپان حکومت د خپلې نړیوالې همکارۍ ادارې (جایکا) له لارې له افغانستان سره د تاجکستان د پولو د مدیریت پروژې تمویل کوي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ ټایمز سنټرل اسیا د جمعې په شپه د دلو په ۲۰مه راپور ورکړ چې له افغانستان څخه تاجکستان ته د مخدره موادو د قاچاق مخنیوی او له پولې اخوا د سوداګرۍ اسانتیا د دې پروژې له اهدافو څخه دي. د دغه راپور پر بنسټ د «سرحدونو د مدیریت» پروژه د ۲۰۱۵ کال په لومړیو کې پیل شوې او تر ۲۰۲۵ کال پورې به دوام وکړي. د يادونې وړ ده، چې د سيمې هېوادونو په ځانګړې توګه تاجکستان تل د نشه يي توکو د قاچاق او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه ښودلې ده.