افغانستان 19 دلو 1402 - 8 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د چین سفیر: له طالبانو سره د ظرفیت د لوړولو په برخه کې همکاري کوو

د لوړو زده کړو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د دلو ۱۸ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل. مولوي ندیم څرګنده کړه چې موږ له ټولو هېوادونو غواړو چې د افغانستان له خلکو سره د دوی د اړتیاوو مطابق مرسته وکړي. ښاغلي شينګ په دې غونډه کې دا هم وويل چې چين د افغانستان مذهبي، کلتوري او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوى کوي او وروستي ډيپلوماتيکي کړنې هم زموږ د دغه خبرو څرګندونه ده. د چین سفیر زیاته کړه چې چین له افغانستان سره د کرنې او کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې پراخې سوداګریزې اړیکې لري او تمه ده چې دا اړیکې د پخوا په پرتله لا زیاتې شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *