خبرونه 16 دلو 1402 - 8 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په چین کې د طالبانو سفارت افغان اتباعو ته د پاسپورټونو د ورکولو لړۍ پیل کړې ده

د چین په پلازمېنه بیجینګ کې د طالبانو سفارت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته یې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړې ده.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د دوشنبې په ورځ (د دلو ۱۶مه) سفارت په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې په چین کې مېشت افغانان کولای شي له شرایطو سره سم نوي پاسپورټونه ترلاسه کړي. په بیجینګ کې د طالبانو سفارت په دوام کې ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې دغه سفارت خپلو اتباعو ته د ښه قونسلګرۍ د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره خپلې ټولې هڅې کړې دي چی د هڅو په پایله کې په چین کې میشتو اتباعو ته د پاسپورټونو د ویش بهیر پیل شو. که څه هم چین د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني، خو په بیجینګ کې یې د افغانستان سفارت دغې ډلې ته سپارلی دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *