د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال ضیا الحق حقمل، که څه هم د دغو کتابونو د راټولولو کره شمېره ورنه کړه خو دی وايي، چې دوى له کابل ښار څخه سلګونه داسې کتابونه راټول کړي، چې د ديني لارښوونو خلاف دي. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال طلوع نیوز ته وویل: “موږ دوه بدیلونه لرو، لومړی زموږ بدیل د کتاب پلورونکو سره نغدي مرسته ده او دویم بدیل یې دا دی چې د بیهقي نشراتو ریاست پر دوی کتابونه وویشي.” بل خوا یو شمېر کتاب پلورونکي د طالبانو له سرپرست حکومته غواړي چې دوی ته د کتابونو بدیل ورکړي. د پلازمېنې يو شمېر اوسېدونکي په هېواد کې د بېلابېلو کتابونو د شتون په اړه دا ډول نظرونه لري.