تحلیل سیاسی 10 دلو 1402 - 6 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام او د طالبانو بې غوري

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې له زده کړو د نجونو د محرومیت دوام به نه یوازې ټول افغانان اغېزمن کړي، بلکې افغانستان به له اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې جلا کړي. اوتنبایوا زیاته کړه چې د ښځو او نجونو تعلیم ته درناوی نه یوازې د لویدیځو هېوادونو هیله ده، بلکې د اسلامي نړۍ غوښتنه هم ده. هغه وویل، طالبان باید په دې پوه شي، چې زده کړه یوازې اخلاقي مکلفیت نه دی، بلکې د ټولنې د هوساینې او سولې لپاره هم اړین دی. د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز لا هم دوام لري او طالبان د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو کوم پلان نه لري. ښوونه او روزنه په نننۍ نړۍ کې د هر انسان له اړینو اړتیاو څخه ده. د ښوونه او روزنه په واسطه په ټولنه کې بدلون را منځته کیږي او دا ښوونه او روزنه ده چی خلک د تکامل او پرمختګ په لور لارښوونه کوي. په ټولنه کې پر ځان بسیاینه هغه وخت رامنځ ته کیږي چې تعلیم ته ځانګړې پاملرنه وشي او هر څوک له دې نعمت څخه برخمن شي. زموږ د هېواد خلک په تېره بیا نجونې او ښځې د زده کړو په برخه کې له تبعیض او محرومیت سره مخ دي. دوی د دوو کلونو راهیسي ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تلو منع شوي دي. ډیری نجونې په رواني ناروغیو اخته شوي دي او نورې یې مهاجرت ته اړ شوي یا وختي وادې ته اړ شوي دي. د اسلامي رواياتو او لارښوونو له مخې، د علومو زده کړه يو الهي فرض ګڼل کېږي او د هغې د منع کولو هېڅ توجيه د منلو وړ نه ده، خو افغان نجونې له دوو کلونو راهيسې په کور کې پاتې شوي دي. دوه کاله لنډ وخت نه دی چې له پامه وغورځول شي. پر دې سربیره په دې برخه کې د ښځو او نجونو پر وړاندې رواني ګوزارونه ډېر ویجاړونکي او د نه جبرانېدونکي دي. د تعلیم د بندیز په دوام سره، ښځې او نجونې له ګڼو ستونزو سره مخ دي لکه رواني ناروغۍ او خپګان، فقر، مهاجرت او د کم عمره ودونه. په هرصورت، نجونې لاهم د ښوونځي دروازې خلاصیدو ته انتظار باسي. داسې ښکاري چې طالبان د ښځو زده کړه خورا پیچلې او ننګونې ګڼي او همدا لامل دی چې په نږدې راتلونکي کې د ښوونځیو د بیا پرانیستلو هیله نه وي. په هرصورت، دا ښځې او نجونې دي چې تر ټولو ډیر به محروم او اغیزمن شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *