افغانستان 01 دلو 1402 - 8 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د کونړ- باجوړ پر پوله د پاکستاني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ نښته شوې

سرچينې د کونړ – باجوړ په پوله کې د وسله والو طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ د نښتې خبر ورکړ. سپوتنیک د اماج په حواله ویلي، سرچینې تاییدوي چې طالب جنګیالیو د کونړ-باجور پر پوله له پاکستاني پوځیانو سره نښته کړې او اوس په سیمه کې جګړه روانه ده. ځينې سرچينې وايي، چې پاکستاني پوځيان پر پوله د اغزن تار د جوړولو په حال کې وو، چې د وسله والو طالبانو له غبرګون سره مخ شول. د دغې سرچينې په وينا، ډزې د پاکستان د سرحدي ځواکونو له خوا پيل شوې او بيا د وسله والو طالبانو ځوابي بريد شوى دى. تر اوسه په دې جګړه کې دواړو لورو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *