د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ د آیوا ایالت په ایالت کې د دغه هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لومړنیو پړاوونو کې پرېکنده بریا ترلاسه کړې ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ګارډین په وینا، د 99٪ رایو په شمیرلو سره، ټرمپ په دې ایالت کې 51٪ رایې وګټلې، چې د هغه پخوانی ریکارډ کوم چی 12٪ وو مات کړ. په دې ایالت کې د جمهوري غوښتونکو دوو نورو کاندیدانو ران ډیسانتیس او نیکي هیلي هر یو په ترتیب سره ۲۱،۲ سلنه او ۱۹،۱ سلنه رایې خپلې کړې دي. ډونلډ ټرمپ د امریکا په آیوا ایالت کې د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې ماتې خوړلې وه.