خبرونه 21 جدی 1402 - 8 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه د اروپايي ټولنې د استازو بحث

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د سه شنبې په ورځ د جدی ۱۹مه په بروکسل کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازې رافایلا ایودیس او د دې اتحادیې د بهرنیو اړیکو د اسیا او ارام سمندر څانګې له مشرې پاولا پامپالوني سره وکتل. نیکلاسن وویل، دغه ناسته په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د رامنځته کېدو، تلپاتې سولې او له دغه هېواد سره د ښکېلتیا په اړه جوړه شوې وه. نیکلاسن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو ټینګار وشو. هغه وویل چې دا کار په دې هیواد کې د تلپاتې سولې او دایمي پرمختګ لپاره اړین دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *