خبرونه 20 جدی 1402 - 8 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: ناروې په افغانستان کې د امنیت او ثبات هرکلی وکړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په افغانستان کې د ناروې د سفارت له شارژدافیر پاول کلومن بیکن سره کتلي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ناروې د سفارت د شارژدافیر له قوله ویلي چې هغه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې له “امنیت، ثبات او اقتصادي لاسته راوړنو” خوښي څرګنده کړه. د طالبانو په وینا، د ناروې د سفارت شارژدافیر د افغان کډوالو د راستنېدو په برخه کې د طالبانو د “ښه مدیریت” ستاینه کړې ده. خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په افغانستان کې وروستي پرمختګونه “غیرانکاری او بې ساري” وبلل او ویې ویل چې د دې ډلې رژیم د نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ کې هیواد ته د مهاجرینو د راستنیدو پروسه “ښه” اداره کړې. که څه هم د طالبانو خبرپاڼې د دې ناستې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي؛ خو ویل شوي چې دواړو لورو پر نورو “دوه اړخیزو او سیمه ییزو” مسایلو هم تبادله وکړه. طالبان په داسې حال کې په افغانستان کې دامنيت دتامينولو خبرې کوي چې په تيرو دريو ورځو کې په کابل کې دوه چاودنې وشوې چې په نتيجه کې يې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *