خبرونه 18 جدی 1402 - 9 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

سویس په افغانستان کې د بشري مرستو د دفتر د بیا پرانستلو اعلان وکړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سویس د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه هېواد په پام کې لري چې په راتلونکي دوبي کې په کابل کې خپل د بشري مرستو دفتر بیا پرانیزي. د سویس رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې د سویس د بشري مرستو د څانګې څلور غړي په کابل کې کار وکړي. د سویس رسنیو سویس اینفو د یکشنبې په ورځ (د جدي ۱۷مه) د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړ چې په کابل کې د دغه هېواد حضور د وضعیت په ښه پوهېدو کې مرسته کوي. د دې رسنیو د راپور له مخې، په کابل کې د سویس دغه دفتر به قونسلګري خدمات نه وړاندې کوي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *