تحلیل سیاسی 18 جدی 1402 - 9 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د شیعه ګانو قتل عام، له سوریې او لبنان څخه تر ایران او افغانستان پورې

تیره ورځ د کابل په دشت برچي سیمه کې چاودنه وشوه چې له امله یې دوه تنه هیوادوال شهیدان او څوارلس تنه نور ټپیان شول. دشت برچي د شیعه ګانو یوه له هغو سیمو څخه ده چې د تروریستي حملو هدف دی. داعش ترهګرې ډلې د دغې چاودنې مسولیت په غاړه اخیستی دی. په تیرو دوو لسیزو کښې ترهګرو ډلو په سیمه او په تیره بیا په مینځنی ختیځ کښې ورانکارې کړنې ترسره کړی دی چې له امله یې په زرګونو بې ګناه خلک وژل شوی او ژوبل شوی دی. افغانستان او ایران د دوو اسلامي ټولنو په توګه چې ډېر دیني، کلتوري او ټولنیز مشترکات لري، تل په دې موده کې د دغو هدفي بریدونو شاهدان دي، چې د ډېرو مسوولیت یې داعش ترهګرې او تکفیري ډلې پر غاړه اخیستی دی. په دې وروستیو کې دغې ډلې د ایران په کرمان ولایت کې د خونړیو حملو په ترسره کولو سره په لسګونو بې ګناه خلک ووژل. تر دې وړاندې هم په افغانستان، سوریه، عراق او نورو هېوادونو کې ګڼ ترهګریز بریدونه ترسره کړي، چې ګڼو هېوادوالو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. په عراق او سوریه کې داعش له سختو ماتو سره نور بیا د راپورته کېدو توان نه لري، خو هڅه کوي د خپلو او د خپلو پلويانو د تکفيري او استخباراتي موخو د تحقق لپاره په بېلابېلو سيمو کې د تروريستي بريدونو په ترسره کولو سره خپل شتون اعلان کړي. داعش یوه ظاهراً اسلامي ډله ده چې د خدای په نوم نارې وهي. خو آیا د دې ډلې ماهیت په اسلامي او دیني اصولو ولاړ دی؟ دغې ډلې له رامنځته کېدو وروسته د مسلمانانو په ځانګړې توګه د عراق او سوریې د شیعه ګانو په قتل عام پیل وکړ او خپل هدف یې د کفر او شرک له منځه وړل اعلان کړل. د دیني لارښوونو له مخې هر هغه څوک چې د شهادتین ووایي او د عقیدې اصول مراعات کړي، مسلمان دی، د هغه د ژوند او مال احترام به کیږي. د اسلام او نړیوال کفر له دښمنانو سره د مقابلې پر ځای د داعش ډله د مسلمانانو د وژلو او د مسلمانانو د ویشلو هدف یې ځانته ټاکلی دی. دغې ډلې د نړیوال صهیونیسټ رژیم په وړاندې چې د فلسطین دخلکو په قتل عام لاس پورې کوی هیڅ غبرګون نه دی ښودلی او د مسلمانانو د اصلی دښمنانو په وړاندې یې مرګونی چوپتیا غوره کړې ده. د داعش د مذهب ضد او کرغیړن نظر څخه څرګندیږي چې دا ډله د نړیوال کفر څخه زیږیدلې ده چې د نړیوال استکبار د موخو د پوره کولو او په اصلی اسلام باندې د برید لپاره جوړه شوې ده او په اسلام او دين هيڅ باور نه لري. د نړۍ مسلمانان مسوولیت لري چې ټولنې ته د تکفیري او تروریستي عناصرو د معرفي کولو هڅه وکړي او خپل حکومتونه د هغوی پر وړاندې مبارزې ته وهڅوي ځکه کوم زیان چې دغه شریر عناصر اسلام او مسلمانانو ته رسوي د اسلام د دښمنانو د دین او عقیدې له زیانونو څخه زیات دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *