د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د افغانستان د رسنیو نوی قانون نهايي شوی او ډېر ژر به د طالبانو مشر تصویب کړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند په یوه مرکه کې ویلي: “د رسنیو قانون به ډېر ژر نهايي شي، انشاالله چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت او د عدلیې وزارت په دې برخه کې خپل کارونه کړی او دا قانون به ډېر ژر د طالبانو د مشر له خوا اعلان شي. ” د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کلونو کې په افغانستان کې لسګونه غږيزې، ويډيويي او چاپي رسنۍ جوړې شوې او ډېرى يې اوس هم فعالې دي.