خبرونه 14 جدی 1402 - 9 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ایران په کرمان ښار کې د تروریستي پېښې په اړه د شهید کاظمي د موسسې د مشر سید مسعود کاظمي پیغام

د جنرال سلیماني د شهادت د کلیزې په مناسبت، چې خپل ژوند یې د ترهګرو او نړیوال استکبار پر وړاندې په مبارزه کې تېر کړ، موږ د دې مراسمو د ګڼ شمېر ښځو، ماشومانو او ګډونوالو د وینې تویولو شاهدان یو. بزدله ترهګر چې د اسلام له مجاهدینو او جنګیالیو سره د مخامخ جګړې توان نه لري، د ترهګرۍ پر وړاندې د ولسونو د هوډ او ارادې د کمزوري کولو په موخه دا ډول جنایتونه کوي. استکبار او د انسانیت دښمنان په هر ډول هڅه کې دي چې د مسلمانانو واک او اتحاد کمزوری کړي. د دوی لپاره ښځې، ماشومان، ملکي وګړي، ایرانیان او فلسطینیان هیڅ توپیر نه کوي. لکه څنګه چې موږ په غزه کې د ماشومانو او ښځو د قتل عام شاهدان یو. دولتي ترهګري او ځان پلورل شوي اجیران فکر کوي چې د بې ګناه خلکو په وژلو سره به خپل شوم اهداف ترلاسه کړي خو دوی به هېڅکله د دې پرېکړې په عملي کولو بریالي نه شی ځکه چې د شهیدانو له وینو څخه په زرګونو مجاهدین او نور جنګیالي راڅرګندیږي. اسلامي امت بايد د دغه ډول جنايتونو پر وړاندې متحد شي او د تروريستانو مخه ونيسي چې د مسلمانانو ژوند او مال ته زيان ورسوي. د سیمې او نړۍ حالات پکار دي چې د سیمې ولسونه په ځانګړې توګه مسلمانان د هماهنګۍ د تصمیم نیولو په خاطر وروستیو پرمختګونو ته پام او توجه وکړي. په دې وروستیو کې د دغې تروریستي پېښې په خاطر د اسلامي ایران شریف او مسلمان ملت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو او د شهیدانو او د هغوی کورنیو ته د جمیل صبر دعا کوو.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *