د ایران د دولتي پلاوي د نننۍ غونډې په څنډه کې د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په ایران کې د بهرنیو اتباعو د وضعیت او د سرحدي امنیت په اړه توضیحات ورکړل.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ احمد وحیدي د بهرنیانو د بانکي حساب په اړه وویل: «د بانکي حساب درلودلو لپاره لومړی شرط دا دی چې په ایران کې د اوسیدو اجازه ولري. او له هغه وروسته به د بانکي حساب د تخصیص لپاره قانوني کړنلارې تعقیب شي.” وحيدي د سرحدي امنيت په اړه هم وويل: “د سرحدي امنيت تل يوه جدي اندېښنه ده، خو د هېواد په سوېل ختيځ کې له ځينو سيمو تېرېدل ستونزمن دي او ترهګر له دې فرصته ګټه اخلي. موږ له خپلو ګاونډیانو څخه هیله لرو چې د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کې همکاري وکړي.”