خبرونه 04 جدی 1402 - 9 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

پاکستان د افغانستان او غزې په تړانګه کې د خپلې بهرنۍ تګلارې د ننګونو په اړه د بحث لپاره د یوې غونډې د جوړولو اعلان وکړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ پاکستان اعلان کړی، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په لومړۍ اونۍ کې به د ۲۰ هېوادونو د سفیرانو په شتون کې په افغانستان کې د خپلې بهرنۍ تګلارې پر ننګونو او د غزې پر مسئلې خبرې وکړي. دا درې ورځنۍ غونډه به د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې جوړه شي. ایکسپریس ټریبیون د دوشنبې په ورځ (د جدي ۴مه) لیکلي چې پاکستان په دې غونډه کې د ګډون لپاره له ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو خپل سفیران اسلام اباد ته رابللي دي. په دې غونډه کې به د امریکا، فرانسې، جرمني، بریتانیا، هند، روسیې، چین، افغانستان، ایران، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو د پاکستان سفیران برخه واخلي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *