افغانستان 04 جدی 1402 - 9 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

ایران او طالبانو د سیمه ییزې تماس ډلې پر جوړولو او د افغان کډوالو د ستونزو پر حل ټینګار وکړ

په دې کتنه کې د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ګډون کړی و، د افغان مهاجرینو د ستونزو د حل لپاره د میکانیزم پر تطبیق او د اړیکو د لا پراختیا په موخه د سیمه ییزې تماس ډلې پر جوړولو ټینګار وشو. په دې کتنه کې دواړو لورو د هوکړه لیکونو د تطبیق د چټکتیا او په دې موخه د ګډو کاري ډلو د جوړولو پر اړتیا خبرې وشوې. دوی همدا راز د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او د ایران او افغانستان ترمنځ یې د شوې هوکړې د عملي کېدو هرکلی وکړ. کاظمي قمي د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د سیمه ایزو نوښتونو ملاتړ وکړ او د هغو د عملي کولو د بهیر د چټکتیا غوښتنه یې وکړه. دواړو لورو د سوداګرۍ، انرژۍ او د فلسطین له خلکو سره د مرستې په اړه هم خبرې وکړې.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *