په غزني کې د طالبانو د استیناف محکمې د دغه ولایت ۲۰ تنه ځوانان د حزب التحریر د غړیتوب په تور په درې کاله بند محکوم کړل. د معمار پرس د خبر له مخې؛ سرچينې زياته کړې، چې دغه کسان شاوخوا درې مياشتې وړاندې په غزني کې د طالبانو له خوا نيول شوي وو او په دې وروستيو کې په بند محکوم شوي وو. د سرچينې د معلوماتو له مخې، هغه کسان چې د حزب التحرير د غړيتوب په تور په بند محکوم شوي، ټول محصلين دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي