د طالبانو د څارنې عالي ادارې ادعا کړې چې د امارت د وزارتونو او څانګو په پلټنو سره یې اداري فساد په بشپړه توګه له منځه وړی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ طالبانو اعلان کړی چې د طالبانو اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د دوشنبې په ورځ د قوس په ۲۷مه د دغې ډلې د سترې څارنې د څانګې له مشر مولوي محمد محسن هاشمي سره په کتنه کې وويل چې دغه څارنې د اداري فساد په له منځه وړلو، د ادارو د شفافيت او موثريت په رامنځته کولو کې مهم رول لوبوي. مولوي حنفي دغه راز وويل، د تفتیش رياستونه لکه د څارنې عالي اداره د اداري فساد په له منځه وړلو، په ادارو کې د روڼتيا او موثريت په رامنځته کولو او د خلکو په منځ کې له رياستونو څخه د رضايت په رامنځته کولو کې مهم رول لوبوي.