د خواف- هرات رېل پټلۍ چې د افغانستان یوه له مهمو زیربنایي پروجکتونو څخه ده، د دریمې برخې له بشپړېدو وروسته د سوداګریزو توکو لېږدولو ته چمتو ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د رېل پټلۍ ادارې ویاند عبدالسمیع دراني وویل چی دا لاره د ایران له مشهد څخه تر هرات د روزنک غوریان سټیشن پوري چمتو ده او په دې لاره کې هیڅ ډول ننګونې شتون نلري. هغه زياته کړه، چې د خواف- هرات د اورګاډي د څلورمې برخې د جوړولو اړتياوې هم له همدې لارې لېږدول شوې دي. هغه وړاندوینه وکړه چې په څو اونیو کې به له دې لارې د سوداګریزو ملکیتونو د لېږد، صادراتو او وارداتو او ټرانزیټ بهیر وګورو.