افغانستان 19 قوس 1402 - 8 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د افغانستان په اړه د دوحې غونډه؛ د ښځو زده کړه د دې غونډې اصلي موضوع ده

د معمار پرس د خبر له مخې؛ ټاکل شوې چې نن د ډسمبر په نهمه (د قوس په ۱۸ مه) په دوحه کې یوه غونډه جوړه شي او د نورو مسایلو ترڅنګ به په افغانستان کې د ښځو او نجونو د تعلیم په اړه د نظر تبادله وشي. په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، د پوهنې پخوانۍ وزیره رنګینه حمیدي او د ښځو د زده کړو په برخه کې یو شمېر نور فعالان به په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه د ملاتړ لپاره د حل لارو چارو ته کتنه وکړي. د دې غونډې د اجنډا په یوه برخه کې په افغانستان کې د ښځو د زده کړو په اړه ویل شوي: د پوهنې په برخه کې موږ د راتلونکو نسلونو لپاره هیله من یو. طالبانو تر دې مخکې هم د افغانستان په اړه په غونډو کې د کابل د استازو د حضور غوښتنه کړې وه.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *