د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وايي، په افغانستان کې واک اوس د دیني عالمانو په لاس کې دی او دوی د هېواد په ګټو ښه پوهېږي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د قوس په ۱۱مه په خپله ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني دغه څرګندونې په کابل کې د «اسلامي هېوادونو د علماوو له یوه پلاوي» سره په کتنه کې وکړې. سراج الدین حقاني هم په دغه کتنه کښې ادعا وکړه: اقتصادي ثبات او پرمختګ ورځ په ورځ وده کوي او د هیواد د بیارغونې چارې په چټکۍ سره دوام لري.