افغانستان 09 قوس 1402 - 10 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

کرزی: نړیواله ټولنه باید د طالبانو د لیرې کولو هڅه ونه کړي

پخواني ولسمشر حامد کرزي له یوې جاپانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه باید په زور له واکه د طالبانو د لیرې کولو په لټه کې نه وي، بلکې د دې ډلې د تګلارو د بدلولو لپاره دې د هراړخیز او بین الافغاني خبرو ملاتړ وکړي. کرزي د جاپان کیوډو نیوز ته وویل، چې شخړه به تر نن ورځې وضعیت لا پسې خرابه کړي. پخواني ولسمشر وویل چې د ټولو قومونو په حضور کې باید ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل شي. هغه وویل: “موږ باید داسې یو تنظیم وکړو چې دواړه خواوې، طالبان او نور افغانان په دې پوه شي چې هیواد د هرچا لپاره لوی دی. زما مطلب له سیاسي او اقتصادي پلوه.”

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *