د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د اقلیم د بدلون د څانګې مشر روح الله امین وايي، دا پرېکړه د سیاسي ملاحظاتو پر بنسټ شوې ده. هغه زیاته کړه، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له امله زیانمنونکي دي او په دې غونډه کې د دغه هېواد ګډون اړین و. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم دغه پریکړه «غیرعادلانه» بللې او ویلي یې دي چې افغانستان باید په دې غونډه کې حاضر وي ترڅو خپل غږ نړۍ ته ورسوي.