خبرونه 06 قوس 1402 - 8 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د افغانستان په چارو کې د سیمه ییزې تماس ډلې پر جوړولو د ایران او هند د استازو ټینګار

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د ایران سفیر کاظمي قمي په ایکس کې لیکلي چې په دې خبرو کې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو په پراختیا کې د چابهار بندر د ځانګړي رول په اړه هم خبرې وشوې. په افغانستان کې د ایران سفیر وايي، له جي بي سینګ سره یې په لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي مسایلو د پرمختګ او همدارنګه په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت لپاره د سیمه ییزې تماس ډلې پر جوړولو خبرې وکړې. په کابل کې د ایران سفیر په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي. تر دې مخکې هم ځینو ایراني چارواکو د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د وضعیت د هواري لپاره د سیمه ییزې تماس ډلې پر جوړولو ټینګار کړی وو.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *