د طالبانو د کرنې وزارت اعلان وکړ چې د دغې ډلې د مشر هبت الله اخندزاده له حکم پرته هیڅوک حق نه لري چې د غوشتپې کانال شاوخوا ځمکې وویشي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کرنې وزارت د سه شنبې په ورځ د عقرب په ۲۳ مه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د کانال په شاوخوا کې د ځمکو د ویش په اړه خپاره شوي راپورونه «بې اساسه» دي. د طالبانو د کرنې وزارت ټینګار کړی چې هیڅ شخص یا اداره د هبت الله اخندزاده له حکم پرته د غوشتپې کانال شاوخوا ځمکې د کارولو، ویشلو، اخیستلو او خرڅولو حق نه لري.