د طالبانو د ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د سه شنبې په ورځ د عقرب ۲۳ مه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر عباس جیلاني سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لورو د افغان مهاجرينو د ستونزو او په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د مالونو د ليږدونې په باب خبرې وکړې. په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت په خپله ټویټر پاڼه کې دا اعلان کړی چی عزيزي او جيلاني د افغان مهاجرينو د ستونزو، د مهاجرينو د شتمنيو د انتقال او په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د مالونو په اړه خبرې اترې وکړې.