د معمار پرس د خبر له مخې؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد د دفاع وزارت په دوو ځانګړو الوتنو کې د افغانستان د هرات له زلزله ځپلو لپاره ۴۰ ټنه بشري مرستې رسولي دي. په دغو مرستو کې خوراکي توکي، خيمې، کمپلې، جامې او روغتيايي توکي شامل دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې ویلي چی هېواد به یې د افغانستان له خلکو سره لا ډېرو بشري مرستو ته دوام ورکړي. د تاس خبري آژانس د خبر له مخې دغه ۴۰ ټنه بار د روسیې د حکومت او په مسکو کې د افغانستان د سوداګرۍ د مرکز له خوا کابل ته استول شوې ده.