طالبانو تېره میاشت د تماس د کمیسیون له لارې تر ۳۰ زیاتو کسانو د راستنېدو اعلان وکړ
د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره له شخصیتونو سره د طالبانو د تماس د کمیسیون ویاند احمدالله وثیق کړې ده چی په تېره یوه میاشت کې د دغه کمېسیون له لارې ۳۱ کسان افغانستان ته راستانه شوي او ۷ نورو کسانو ته چې په دغه هېواد کې وو، د معافیت کارتونه ورکړل شوي دي. وثيق زياته کړه: د دغه کميسيون له جوړيدو څخه تراوسه پورې څه دپاسه ٧٠٠ تنو ته چې افغانستان ته راستانه شوي دي د معافيت کارتونه صادر او ويشل شوي دي