ځايي سرچينې وايي، په مزارشريف ښار کې يوې لاریون کوونکې نجلۍ د طالبانو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته خپل ژوند پای ته رسولی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ سرچینو د شنبې په ورځ د عقرب په دیارلسمه اعلان وکړ چې د دغې نجلۍ نوم هوما نومېده او د طالبانو له بند څخه تر خوشي کېدو وروسته یې ځان په دار ځړولی دی. هوما یوه له هغو نجونو څخه وه چې د طالبانو د بندیزونو په وړاندې یې لاریون وکړ او د يکشنبې په ورځ د عقرب په ٧مه د مزارشريف ښار په اوومه ناحيه کې د طالبانو د استخباراتو د رياست له خوا ونيول شو او درې ورځې د دغې ډلې په توقيف کې و.