د طالبانو د فواید عامې ریاست اعلان کړی چې د څه باندې ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت په تخار ولایت کې د دریو سړکونو د بیارغونې او ترمیم چارې پیل شوې دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په تخار کې د طالبانو د فواید عامې ریاست نن (یکشنبه، د عقرب ۱۴مه) وویل چې په دې پروجکتونو کې د تخار-کندز او کلفګان-کشم لویو لارو بیارغونه او ترمیم شامل دي چې څه باندې ۸۸ کیلومتره اوږدوالی لري، د پنځو میاشتو په موده کې بشپړېږي. د بهارک، خواجهغار، دشت رباط او فرخار ولسوالیو د مواصلاتي لارو د ترمیم چارې د دوه میلیونه او ۹۰۰ زره افغانیو په لګښت ترسره کېږي.