د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې پر غزې د اسرائیلو د بریدونو له کبله به له دغه هېواد او د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره خپلې اړیکې پرې کړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ترکیې ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل: نتانیاهو نور هغه څوک نه دی چې موږ ورسره خبرې وکړو او موږ هغه له خپل ذهن څخه پاک کړی دی. هغه دا هم وویل چې ترکیه به په غزه کې د اوربند لپاره فشار راوړي. اردوغان نتانیاهو تورن کړ چې د مذهبي اصطلاحاتو په کارولو سره د وژنو ملاتړ کوي.