تحلیل سیاسی 13 عقرب 1402 - 9 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د نړۍ ملتونه د فلسطین له خلکو سره موافق دي / ځینې لویدیځ حکومتونه د صهیونیسټانو په جرم شریک دي

دفلسطین خلک له تیرې وختونو راهسې دصهیونیسټانو له ظلم سره مخامخ دی. خو د نړۍ استکبار چې ګڼو رسنیو په لاس لری، هڅه کوي چې د فلسطین حقایق تر پښو لاندې کړي. لویدیځوالو تل هڅه کړې چې د صهیونیسټ رژیم تصویر پاک کړي چې په خپل ریکارډ کې یې د غصب، شړلو او ډله ایزو وژلو شتون لري. خو لويديځوال په زياتو لګښتونو سره د عامه افکارو په دوکه کولو کې بريالي نه شول او علت يې د صهيونيسټ رژيم طبيعت دى چې په وژنو سره عادت کړي دي او هيڅوک د هغوى دغه کرغېړنه ځانګړنه نه شي پټولاى. هغه څه چې د غزې په تړانګې کښې په تیرو ورځو کښې په ښکاره ډول رامینځته شول دا وښودله چې غاصب صهیونیسټ رژیم له هیڅ اصولو او قوانینو سره موافق نه دی. اسراییلو د تیرو دریو اونیو په جګړو کې مختلف جنګي جنایتونه ترسره کړل چې د لویدیځو رسنیو د سانسور سره سره د نړۍ له سترګو پټ نه وو. صهیونیسټ رژیم په غزه کښې د غیر رواجی وسلو په کارولو سره نسل وژنه کړې ده. دوی په لیونتوب سره په روغتونونو، ښوونځیو، جوماتونو او هغو ځایونو باندې بریدونه وکړل چې خلکو یې پناه اخیستې او بې رحمانه وژنې یې ترسره کړې. دصهیونیسټانو ټول جنایتونه د لویدیځ په تیره بیا دامریکا په بشپړ ملاتړ سره ترسره شوی دی. د غزې د خلکو د قتل عام په اوج کې، بایډن تل ابیب ته ورسید او د فلسطین د ښځو او ماشومانو په وژلو کې د هر ډول اقدام لپاره د اسراییلو د مشرانو لاسونه خلاص پریښود. همداشان په امنیت شورا کې د امریکا استازې د غزې د وضعیت د خرابیدو او د تلفاتو او زخمیانو د درملنې په خاطر د اوربند وړاندیز شوی پریکړه لیک ویټو کړ. همدارنګه ځینو نورو لویدیځو دولتونو لکه انګلستان، فرانسې او جرمني د اسراییلو د نسل وژنې ملاتړ وکړ او دا یې د خپل ځان د دفاع مشروع ګڼله. مهمه خبره دا ده چې له صهیونیسټانو د لویدیځو دولتونو د ملاتړ په مقابل کښې د هغوي ملتونه د فلسطین له ولس سره څنګ په څنګ دي او دا ترټولو مهمه لاسته راوړنه ده چې د فلسطین د خلکو په ګټه تمامیږي. په غزه کښې د اسرائيلو د بې ساري جنايتونو له ليدلو وروسته د نړۍ هېوادونه په دې باوري شول چې اسرائيلي رژيم هماغه حکومت دی چې بنسټ يې په غصب، ظلم، وژنې او اسراف باندې جوړ شوی دی. دوی د یو لاریون په تنظیمولو او په سایبر فضا کې په فعالیت سره د صهیونیسټانو جنګ او نسل وژنه وغندله او له خپلو حکومتونو یې وغوښتل چې د فلسطینیانو په وژلو کښې له اسرائیلو سره ملګرتیا ونه کړي. په انګلستان، فرانسه او امریکا کښې پراخې مظاهرې د اسرائیلو له خوا د فلسطینیانو د نسل وژنې په غندلو سره په دې معنا دی چې د هغو هیوادونو ولسونه له دغه ډول اقداماتو څخه کرکه اعلان کړې او د صهیونیسټانو بد فطرت یې په ډاګه کړ. د نړۍ د ملتونو ترمنځ د فلسطین د خلکو د دفاع او د صهیونیسټانو د جنایتونو په غندلو کښې یو ډول اجماع رامینځته شوې ده چې د دغه ماشوم وژونکي رژیم د نسکوریدو چاره به ګړندۍ کړي. داسې ښکاري چې د اسراییلو د حکومت کار به د بې دفاع ښځو او ماشومانو په شهادت سره پای ته ورسیږي، ځکه چې د دوی اصلي هویت نړۍ ته څرګند شوی دی. او په حقیقت کې، په ناحقه توی شوې وینې به د اسراییل جعلي دولت له منځه یوسي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *