د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني په یوه مرکه کې وویل: له پاکستان څخه د کډوالو د جبري راستنېدو لړۍ روانه ده او د شته شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۱۲ زره کسان د تورخم له لارې هېواد ته داخل شوي دي. هغه زیاته کړه: دوی ته د ښه راغلاست او راجستر کولو ترڅنګ لومړنۍ مرستې هم ورکول کیږي. ده وويل: د زياتو انتظار ځايونه جوړ شوي دي او د يوه لنډمهاله کمپ او نورو انتظار ځايونو د جوړولو کار روان دى.