طالب چارواکو اعلان کړی، چې له بهرنیو هېوادونو څخه په زوره ایستل شویو افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره یې د عالي کمیسیون غونډه کړې ده. طالبانو نن یکشنبه (د عقرب ۷ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې دغه غونډه د دې ډلې د اداری مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی په مشرۍ جوړه شوې وه. باید وویل شي، چې پاکستان په دې وروستیو کې له دغه هېواد څخه د یو میلیون افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې ده.