د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د نوي راپور له مخې، په ایران کې له ۳.۴ میلیونو ډېر او پاکستان له ۲.۱ میلیونو ډېر افغان کډوال لري چې د ټولو کډوالو له ۹۰ سلنې ډېر مېشت دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په یوه نوي راپور کې ویلي چې ایران او پاکستان په ترتیب سره د ۳.۴ میلیونو او ۲.۱ میلیونو افغان کډوالو کوربه دي. دا احصایه ښیي چې د ټولو افغان کډوالو له ۹۰٪ څخه زیات په ایران او پاکستان کې ژوند کوي.