په کابل کې سرچینې وايي چې طالبانو د کابل په دارالامان کې څلور پنجشیري ځوانان په یوه تلاشي ځای کې په ډزو وژلي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ سرچينې تاييدوي چې دغه کسان د عقرب په درېيمه نېټه له غرمې مخکې د کابل ښار په دارالامان سيمه کې د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوي دي. تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو دوی تل د خپل مشر پر عمومي بښنې ټینګار کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ طالبانو یو پنجشیري ځوان په ډزو وواژه.