د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په خپلو خبرو کې وویل چې غیر قانوني کډوال باید له ایرانه ووځي. موږ اړتیا لرو چې یو پیاوړی قضایي میکانیزم جوړ کړو ترڅو د راستنیدونکو خلکو سره معامله وشي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدی د ایران د حکومتی پلاوی د غونډې په څنډه کښې له خبریالانو سره په کتنه کښې ټینګار وکړ چې په ایران کښې باید د افغانستان ضد جنایت ونه شی او په کومه ټولنه کې چې افغان کډوال وي، په طبیعي ډول د هغوی په منځ کې مجرمین هم وي، باید وڅېړل شي چې دا کسان قانوني دي که غیر قانوني