خبرونه 04 عقرب 1402 - 11 ماه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

بريتانيا له پاکستانه د افغان کډوالو د لېږد لړۍ بيا پيل کړه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې نن (پنجشنبه د عقرب په څلورمه) شاوخوا ۲۰۰ افغان کډوال له اسلام اباد څخه بریتانیا ته په لومړۍ الوتنه کې لېږدول کېږي. د دغې رسنۍ د راپور له مخې، د پاکستان د ملکي هوايي چلند اداره په پام کې لري چې د روان کال د ډسمبر تر پایه بریتانیا ته د افغان کډوالو د لېږدولو لپاره ۱۲ ځانګړې الوتنې ترسره کړي. دغې رسنۍ ویلي، چې د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې له خوا د خپاره شوي مهالوېش له مخې به هره اوونۍ یوه الوتنه کېږي او په ټولیز ډول به شاوخوا دوه زره افغان کډوال له پاکستانه بریتانیا ته لېږدول کېږي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *