د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مشر افراسیاب خټک په خپل ایکس پيج کې یو پیغام خپور کړی، چې پکې ویل شوي، د هېواد امنیتي ځواکونو د سې شنبې په ورځ د عقرب په دویمه نېټه د دې غونډې د مخنیوي لپاره مداخله وکړه. د خټک په خبره، پاکستاني پوځیانو دغه وینا کوونکي دوه ساعته تر محاصرې لاندې ساتلي وو. نوموړي دغه عمل د اساسي قانون له حقونو څخه سرغړونه وبلله او ويې ويل: “دا اعلان شوى مارشل لا نه دى.” د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.