د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د ملي مقاومت جبهې تیره شپه د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه پوسته برید وکړ. د مقاومت د جبهې له خوا د خپرې شوې ویدیو له مخې، په دغه برید کې د پوستې د قومندان په ګډون درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. دا برید په داسې حال کې کېږي چې طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د مقاومت د جبهې پر ځواکونو بریدونه زیات کړي دي