د قطر سرې میاشتې او د افغانستان سرې میاشتې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې هوکړه لاسلیک کړه.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د قطر سرې میاشتې له افغاني سرې میاشتې سره موافقه وکړه چې د ۷۵۰۰۰ ډالرو په ارزښت د اړتیا وړ توکي واخلي او د «ګرم ژمي» په نوم د یوه تړون له لارې به اړمنو ته ورسوي. د طالبانو د سرې میاشتې مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه هوکړه لیک د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې د مشر مطیع الحق خالص او د قطر د سرې میاشتې د نړیوالو پروژو د مشر احمد صلاح ترمنځ لاسلیک شو.