د یو شمېر عربي او اروپايي هېوادونو مشران او د بهرنیو چارو وزیران نن په مصر کې د غزې د کړکېچ په اړه خبرې کوي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د بي بي سي د راپور له مخې، د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس، د اردن پاچا ملک عبدالله او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په هغو کسانو کې دي چې د سولې په غونډه کې ګډون کوي. د مصر د دې غونډې تنظیموونکو ویلي چې د دې غونډې اصلي هدف اوربند دی.