د بې وزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ملګرو ملتونو اعلان کړی چې په نړۍ کې شاوخوا ۷۰۰ میلیونه وګړي په خورا بې وزلۍ کې ژوند کوي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ ملګرو ملتونو نن سېشنبه د میزان ۲۵مه د بې وزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت په نړۍ کې د ۷۰۰ میلیونو بې وزلو وګړو شتون اعلان کړ او ویې ویل چې ۷۰۰ میلیونه وګړي په مطلقه بې وزلۍ کې ژوند کوي. دغه سازمان ویلي، چې ډېری دغه کسان په غیر رسمي اقتصاد کې کار کوي او له سختو او خطرناکو شرایطو سره مخ دي. د اوږدې مودې کار کولو سره سره، دا خلک نشي کولی دومره پیسې وګټي چې خپل ځان او د کورنۍ ملاتړ وکړي.